د قرآن کریم اوه اویایمې سورې نامه؛مرسلات؛ دی. دغه سوره پنځوس آیتونه لری او دقرآن کریم په ۲۹ سورې کې واقع ده . مرسلات سوریه یوه مکې سوره او د نزول په تربیب کې درې دیرشمه سوره ده چې پر پيغمبر اکر(ص) نازله شوې ده.
دغه سوره مرسلات،یعني د لیږونکو په معنا نومول شوې ده؛په دې دلیل چې د سورې په پيل کې په هغو سوګند پ،رته شوی دی؛مرسلات؛ د ؛مرسل ؛جمع ده چې د لیږل شوو پّ معنا ده. له مرسلات څخه مقصد هغه فرښتې دي چې وحی ئې پیغمبر ته رسوله او یا هغه تیز بادونه دی چې لیږدول کیدل.
خدای تعالی په دغې سورې کې په پنځو ډيرو مهمو شیانو قسم خوړلی دی .«و المرسلت عرفا؛ فالعصفت عصفا؛ و النشرات نشرا؛ فالفرقت فرقا؛ فالملقیت ذکرا: ؛په هغو فرښتو قسم چې په یوې بلې پسې استول کیدې ،او هغوي لکه د تیز باد حرکت کاوه، او قسم په هغو چې (وریئّځ) ئې پراخولې او خورولې؛او هغه چې سره جلا کوي ئې، او په هغو قسم چې د (الهی) بیدارونکي آیتونه(نبیانوَّ) ته القاء کوي (د مرسلات سوره له 1 تر 5 پورې آيتونه )
مرسلات سوره دقیامت او دهغه پرنښو نښانو په ډير ټينګار سره او همداراز انسان ته دخداي تعالی د بخششونو د بیانولو،د نیکو کسانو او مجرمانو د کارونو او نښو نښانو او هردواړو ډلو دنهائي برخلیک په باب خبرې کوي. دغه سوره د قیامت د ورځې د انکارونکو په ګواښلو سره پر قیامت پخپل ټينګار ره ملګرتیا کوي.که څه هم په مختلفو سورو کې دغه ګواښ شوی دی ،خو دغه سوره له نورو سورو څخه لازیات خبرداری او ګواښونه کوی تر دې چې په دغې سورې کې لس ځله د «ویل یومئذ للمکذبین: عبارت راغلی،یعنی وائ پر هغې کې پر دروغ بلونکو باندې ؛ چې داسې ښکاری د قیامت د ورځې په انکار کونکو اتمام حجت شي.
دعلامه طباطبائي په وینا، د قیامت ورځ له یو لړ پیښو سره یوځاي ده ، چې د انساني دنیا ددړې وړې کیدا نښه لری. دهغه په اند ،له اتم تر دولسم پورې آیتونه ئې هم د تورتم او د ستورو د پټيدا ، دآسمان د شلیدا او دغرونو دنړیدا پشمول د قیامت د ورخې ځینو پيښو ته اشاره کوي چې دانساني ژوند د له مینځه تلو نښې نښانې دي.